مقامی ۶ مئی ۲۰۲۶

په کوټه کې د تاجرانو او مزدورانو سخت غبرګون؛ جبري لاک ډاون او پر مشرانو مقدمې د منلو نه دي، د معاشي ستونزو حل دې وشي

کوټه/اسلام‌آباد (نوی ژوند) د بلوچستان د مرکزي تنظیم تاجران ویاند کاشف حیدري په ټول هېواد کې د روان جبري لاک ډاون او د تاجر مشرانو پر ضد په مری تاڼه کې د مقدمو درج کول په سختو ټکو وغندل او دا یې د حکومت بوږنوونکی چلند او فاشیزم وباله، هغه په خپل بیان کې وویل چې د مرکزي صدر محمد کاشف چودري، جنرل سیکرټري سید عبدالقیوم آغا او د مری د ځايي تاجرانو پر مشرانو استغاثه درج کول ښکاره ظلم دی او د تاجرانو د احتجاجي حقونو د ځپلو هڅه ده، ده زیاته کړه چې حکومت د تاجرانو لپاره د اقتصادي اسانتیاوو په برابرولو کې پاتې راغلی او اوس د خپلې ناکامۍ د پټولو لپاره جبري لاک ډاون او مقدمې کاروي، هغه خبرداری ورکړ چې د تاجرانو اقتصادي ځپنه او د مشرانو ځورونه به نور ونه زغمل شي او که دا لړۍ ونه درول شوه نو دوی به په کوټه او ټول هېواد کې شټر ډاون هړتال ته لاس واچوي چې پوره مسؤلیت به یې پر حکومت او انتظامیه وي، بلخوا د پاکستان یونایټډ ورکرز فدراسیون جنرل سیکرټري او د کیسکو لیبر یونین صدر پیر محمد کاکړ د راتلونکي بودجې لپاره د سرکاري او نیمه سرکاري کارکوونکو او مزدورانو د تنخواوو لږ تر لږه پنځوس سلنه زیاتوالي غوښتنه وکړه او ویې ویل چې د ګرانۍ په اوسني حالت کې موجوده معاشونه د ژوند د بنسټیزو اړتیاوو د پوره کولو لپاره بسنه نه کوي، هغه وویل چې د ورځني استعمال توکو بیې په دوامداره توګه لوړې شوې دي او د غریب او منځني طبقې ژوند یې له سختو ستونزو سره مخ کړی دی، ده ټینګار وکړ چې حکومت باید د مزدورانو لپاره فوري ریلیف برابر کړي، لږ تر لږه مزدوري زیاته کړي او د کارکوونکو د هوساینې لپاره عملي ګامونه واخلي، هغه خبرداری ورکړ چې که د مزدورانو غوښتنې پوره نه شي نو دوی به په ټول هېواد کې احتجاجي تحریک پیل کړي او مسؤلیت به یې پر اړوندو ادارو وي۔