اسلام اباد (نوي ژوند)د پاکستان د منصوبه بندۍ او پرمختيا وفاقي وزير احسن اقبال ويلي دي چې پخوانيو واکمنانو خپلو ملاتړو ته د سياسي مخالفينو د غلو او ډاکوانو په نوم يادولو، د سپکاوي ژبې کارولو او د رياستي ادارو د بدنامولو ذهنيت ورکړی، خو د پرمختيايي کارونو په برخه کښې يې کومه څرګنده لاسته راوړنه نه ده لرلې.هغه په نارووال کښې يوې ولسي غونډې ته د وينا پر مهال وويل، هغه کسان چې ځانونه يې د هېواد د “هر څه مالک” ګڼل، نن د کوم مهم پرمختيايي منصوبې بېلګه نه شي وړاندې کولای. د هغه په وينا، کله چې د هغوی له ملاتړو د کومې منصوبې پوښتنه وشي نو وايي چې “شعور” راکړل شوی دی.احسن اقبال وويل، پوښتنه دا ده چې دا شعور د څه شي ورکړل شوی؟ ايا د مخالفينو سپکاوی، هغوی ته د غلو او ډاکوانو ويل، د ادارو پر ضد تبليغات او د نفرت خپرول شعور بلل کېدای شي؟ هغه زياته کړه، که دا شعور وي نو دی يې په کلکه مخالفت کوي.وفاقي وزير وويل چې پخواني حکومت په ځوانانو کښې د نفرت فضا خپره کړه، خو اوسني حکومت د ۲۰۱۸م کال راهيسې درېدلی پرمختيايي سفر بېرته پيل کړی دی. د هغه په وينا، ځوانانو ته بايد د محدودو مرستو پر ځای عصري تعليم، ټېکنالوژي او د پرمختګ فرصتونه برابر شي.هغه زياته کړه چې حکومت د معلوماتي ټېکنالوژۍ، تعليم او مهارتونو له لارې ځوانانو ته د پرمختګ زمينه برابرولو ته پاملرنه کوي څو هېواد د اقتصادي ودې او ثبات پر لور بوځي.
