کوټه (نوی ژوند) د جمیعت علما اسلام له خوا د دیني مدرسو د رجسټرېشن او تړلو پر ضد د ورکړل شوې بلنې په نتیجه کې په کوټه او د بلوچستان په ګڼو سیمو کې بشپړ شټرډاون هړتال وشو چې له امله یې سوداګریز فعالیتونه ودرېدل او عام ژوند اغېزمن شو، د تاجرانو، وکیلانو، ټرانسپورټرانو او نورو ټولنیزو حلقو هم ملاتړ وکړ، ښارونو کې مارکیټونه بند او ټرافیک کم شو، په ځینو سیمو کې لاریونونه او جلسې هم وشوې، بلخوا امنیتي ځواکونو کلک تدابیر نیولي وو او په بېلابېلو سیمو کې یې د جمیعت علما اسلام سلګونه کارکوونکي او مشران نیولي دي، د ګوند مشرانو دا نیونې غیرقانوني بللې او د سمدستي خوشې کولو غوښتنه یې کړې ده، کوټه کې لوی لاریون د منان چوک ته ورسېد چې هلته په احتجاجي جلسه بدل شو، مشرانو خبرداری ورکړ که غوښتنې ونه منل شي نو لس مې به پراخ احتجاج او لانګ مارچ ترسره شي، دوی وویل مدرسې د هېواد مهم تعلیمي او نظریاتي بنسټ دی او پر ضد یې هر اقدام به سخت غبرګون ولري، هړتال تر ډېره سوله ییز و خو نیونو او محدود تاوتریخوالي له امله فضا کې تاوتریخوالی هم لیدل شو.
