کوټه (نوې ژوند ویب نیوز) د بلوچستان نېشنل پارټۍ (بي اين پي) د مرکزي پرېس ريليز له مخې، ګوند پرېکړه کړې چې د صوبايي اسمبلۍ غړی مير جهانزيب مېنګل د شپږو مياشتو لپاره معطل کړي.په بيان کې ويل شوي چې نوموړی د ګوند د نظم او ضبط تکراري سرغړونې، د ګوند د پاليسيو او پرېکړو خلاف اقداماتو، او د خپلې حلقې د ولسي ستونزو د نه پاملرنې له امله معطل شوی دی.
بيان زياتوي چې دا پرېکړه د ګوند د مشرانو د مشورې او د تنظيم د اصولو مطابق شوې ده. همدارنګه يادونه شوې چې نوموړي ته څو ځله موقع ورکړل شوې وه چې خپل موقف روښانه کړي او د ګوند د نظم پابندي وکړي.
