مقامی ۱ جون ۲۰۲۶

کوټه کې ایرانی ډیزل ۲۸۰ او پټرول ۳۹۰ روپۍ فی لیټر، د مافیا د ازادې فعالیت ادعا

کوټه (نوې ژوند ویب نیوز) په کوټه او شاوخوا سیمو کې د ایرانی ډیزل او پټرولو بیې د خلکو لپاره ستره ستونزه ګرځېدلې ده، چې په اوپن مارکیټ کې ایرانی ډیزل په ۲۸۰ روپۍ فی لیټر او پټرول په ۳۹۰ روپۍ فی لیټر پلورل کېږي.د خلکو په وینا، له دې حالت څخه ښکاري چې د تېلو مافیا ته د ځینو سرکاري ادارو او انتظامیې خاموشه ملاتړ ترلاسه دی. د خلکو وینا ده چې ډیزل نسبتاً د ټاکل شوو نرخونو سره سم ارزانه ساتل شوی، خو پټرول د عامو خلکو لپاره ډېر ګران دی او مافیا پرې لوټ کوي.شہري حلقې وایي چې انتظامیه یوازې په اونۍ کې یو ځل نمایشي کارروایي کوي، خو پاتې ورځې د مافیا لپاره خلاصې وي. خلکو پوښتنه کړې چې کله دواړه تېل له یوې لارې راوړل کېږي، نو بیا ولې ډیزل ارزانه او پټرول دومره ګران پلورل کېږي؟ دوی له وزیراعلیٰ بلوچستان او کمشنر کوټه غوښتنه کړې چې د پټرولو قیمتونه هم د کنټرول لاندې راولي او د مافیا پر ضد سخت او دوامدار اقدامات وکړي.