مقامی ۱ جون ۲۰۲۶

د بلوچستان حکومت د راتلونکي مالي کال لپاره د خلکو د ګټې بودیجه اعلان کړه

کوټه(نوې ژوند ویب نیوز) د بلوچستان د خزانې وزیر میر شعیب نوشیرواني ویلي چې د راتلونکي مالي کال بودیجه به بشپړه د ولس په ګټه وي او په کې به تعلیم، روغتیا، روزګار او بنسټیزو پرمختیایي پروژو ته لومړیتوب ورکړل شي.هغه وویل چې حکومت هڅه کوي په صوبه کې نوې دندې پیدا کړي، ځوانانو ته روزګار برابر کړي او د لرو پرتو سیمو د پرمختګ لپاره عملي ګامونه پورته کړي. د هغه په وینا دا بودیجه به روایتي نه وي بلکې د پایدارې پرمختیا او ولسي اسانتیاوو پر بنسټ ولاړه وي.