کوټه (نوې ژوند وېب نيوز) جمعيت علما اسلام نظریاتي پاکستان د صوبې په بېلابېلو سيمو، په ځانګړي ډول پښتون مېشته سيمو کوټه، قلعه عبدالله، چمن، پشين، لورالای او دکي کې د وژنو، چاودنو او ناامنۍ پر زياتېدونکو پېښو سختې اندېښنې څرګندې کړې او اوسنی حکومت يې د امن او امان په ټينګښت کې بشپړ ناکام بللی دی.د ګوند مشرانو په خپل ګډ بيان کې ويلي چې خلک د سختې وېري، اضطراب او ناامنۍ سره مخ دي او د يوه منظم پلان له مخې د صوبې امن ګډوډول هڅه کېږي. هغوی زياته کړه چې په څو ورځو کې د لسګونو بې ګناه کسانو وژل کېدل د حکومت لپاره د اندېښنې وړ خبره ده.مشرانو وویل چې په ښارونو کې د راکټي بریدونو پېښې او پر لویو لارو د ټرانسپورټ وسایطو سوځول د ریاستي واک څرګند چیلنج دی، او عام خلک ځانونه هېڅ خوندي نه احساسوي. هغوی له حکومت او امنیتي ادارو وغوښتل چې ژر تر ژره عملي ګامونه پورته کړي او د خلکو د سر او مال تحفظ باوري کړي.
