قلات (نوی ژوند) د جمیعت علما اسلام په صوبایي کال قلات کې بشپړ شټرډاون هړتال وشو چې له امله یې بازارونه او کاروباري مرکزونه وتړل شول، د المرکز اسلامي څخه د حکیم طاهر لهړي په مشرۍ احتجاجي لاریون ترسره شو چې د ښار پر بېلابېلو سړکونو وګرځېد او د صوبایي حکومت پر ضد شعارونه ورکړل شول، لاریون اډه چوک ته په رسېدو احتجاجي غونډې ته واوښت، ویناوالو د مدرسو د تړلو او د علماوو پر ضد د اقداماتو غندنه وکړه او ویې ویل چې تر څو یو مسلمان ژوندی وي مدرسې به بندېدو ته پرېنږدي، هغوی د حکومت تګلاره رد کړه او ویې ویل چې د مدرسو پر ضد هر اقدام به ناکام کړي، ویناوالو ټینګار وکړ چې مدرسې د اسلام مهم بنسټ دی او د هغوی ساتنه د هر مسلمان دیني فریضه ده.
