جیکب آباد (نوی ژوند) د پي ډي ایم اې له خوا جیکب آباد او د سند پورته سیمو کې د سختې ګرمۍ خبرداری ورکړل شوی، د موسمیاتو له مخې تر 11 مې پورې به هوا ډېره ګرمه او وچه وي او تودوخه به 47 تر 49 درجې پورې ورسېږي، چارواکو ته د احتیاطي تدابیرو لارښوونه شوې او خلکو ته سپارښتنه شوې چې له بې ضرورته وتلو ډډه وکړي، ډاکټرانو د زیاتو اوبو څښلو او د لمر څخه د ځان ساتلو مشوره ورکړې ده.
