کوټه (نوې ژوند وېب نيوز) د جمعيت علما اسلام د کوټې ضلعې مشرانو ويلي دي چې جمعيت علما اسلام يوه منظم، نظرياتي او ديني جماعت ده چې تل يې د اسلام، ختمِ نبوت ﷺ، ديني مدرسو او ملي حقوقو د دفاع لپاره کلک دريځ خپل کړی او د باطل قوتونو پر وړاندې د فولادي دېوال په څېر ولاړه پاتې شوې ده.د جزيياتو له مخې د جے يو آی تکتو ټان له خوا د حاجي قاسم خان خلجي په کور کې د يونټونو د امرا او نظما په درناوي د اختر ميله (عيد ملن) غونډه ترسره شوه، چې پکې شيخ الحدیث مولانا عبدالرحمن رفيق، حاجي عين الله شمس، حاجي بشير احمد کاکړ، سيد حاجي عبدالواحد آغا، حاجي محمد قاسم خان خلجي، عبدالصمد حقيار، حکمت الله کاکړ او نورو مشرانو ويناوې وکړې.مشرانو وويل چې د جون په ۴مه په پشين کې جوړېدونکې “د مدرسو د تحفظ او د بلوچستان د حقونو کانفرنس” به د ديني مدرسو د ساتنې او د بلوچستان د خلکو د حقوقو لپاره يو مهم تاريخي پړاو ثابت شي او د صوبې په سياسي تاريخ کې به ځانګړی ځای ومومي.هغوی زياته کړه چې د مولانا فضل الرحمن د بلوچستان سفر د ديني او سياسي مبارزې لپاره يو نیک شګون دی. د ضلعې مشرتابه پر کارکوونکو غږ وکړ چې د کانفرنس د بريا لپاره دې بشپړ چمتووالی ونیسي او د خلکو پراخ ګډون يقيني کړي، تر څو دا غونډه د ديني مدرسو او د بلوچستان د حقونو لپاره يو قوي او اغېزمن پيغام وګرځي.
