کوټه(نوې ژوند ویب نیوز)د پښتون ملتپالو سیاسي او جمهوري ګوندونو په یوه بېړنۍ غونډه کې د هرنای ولسوالۍ د شاهرګ سیمې د سیاسي فعالانو او ولسي وګړو د وژنې، د زیارت ولسوالۍ د کلي مانګي څخه د څلورو کسانو د تښتونې، پر ملي لویو لارو د موټرو د سوځولو او په ټوله صوبه کې د مخ پر زیاتېدونکې ناامنۍ، ترهګرۍ او بې قانونۍ په اړه ژوره اندېښنه څرګنده شوه. غونډه د نصرالله خان زیرې په مشرۍ ترسره شوه چې پکې اصغر خان اڅکزی، احمد جان خان او نورو مشرانو ګډون کړی و. ګډونوالو د تښتول شوو کسانو د ژر او خوندي خوشې کېدو غوښتنه وکړه او د شاهرګ د ولس د جمهوري مبارزې بشپړ ملاتړ یې بیا تازه کړ. د غونډې په اعلامیه کې ویل شوي چې د خلکو د سر او مال ساتنه د حکومت او امنیتي ادارو اساسي مسؤلیت دی، خو د ناامنۍ دوامداره زیاتوالی د حکومتي ناکامۍ څرګند ثبوت دی. غونډې پرېکړه وکړه چې ډېر ژر به د صوبې د ټولو سیاسي او جمهوري ګوندونو یوه پراخه آل پارټیز غونډه راوبلل شي، څو د امن او نظم د ټینګښت او د خلکو د خوندیتوب لپاره ګډه تګلاره جوړه شي.
