کوټه (نوې ژوند ویب نیوز) شهباز شریف پرېکړه کړې چې په چین کې د پاک ـ چین بزنس ټو بزنس (بي ټو بي) کنفرانس د پرېکړو او پرمختګونو میاشتنی ارزونیزه غونډه به پخپله مشري کوي. د نوموړي په مشرۍ غونډه کې رانا تنویر حسین، احد چیمه، احسن اقبال او شزا فاطمه خواجه ګډون کړی و. غونډې ته ویل شوي چې د هانګژو په بي ټو بي کنفرانس کې ۱۲۳ پاکستاني او ۴۳۶ چینايي شرکتونو ګډون کړی او د شاوخوا ۷.۵۴ میلیارده ډالرو په ارزښت ۲۰۷ تفاهم لیکونه لاسلیک شوي دي. وزیراعظم ویلي چې د پاکستان او چین د خصوصي سکتورونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پراختیا د دواړو هېوادونو د اقتصادي ملګرتیا نوی پړاو دی او د صنعتي، کرنیزو او ټکنالوژیکو همکاریو له لارې به صادرات او د کار فرصتونه زیات شي.
