تازه خبرونه ۱ جون ۲۰۲۶

ټرمپ اسرائيلي سرتېري به بیروت ته نه ځي، حزب الله هم د بریدونو درولو سره موافقه کړې

کوټه (نوې ژوند ویب نیوز) ډونلډ ټرمپ ویلي دي چې د بنیامین نتنیاهو سره تر ټیلیفوني خبرو وروسته پرېکړه شوې چې نور به هېڅ اسرائيلي سرتېرى بیروت ته نه ځي او هغه ځواکونه چې د تګ په لاره کې وو بېرته راګرځول شوي دي. ټرمپ زیاته کړه چې د استازو له لارې له حزب الله سره هم خبرې شوې دي او هغوی د بریدونو بندولو سره موافقه کړې ده، په بدل کې به اسرائیل هم پر هغوی برید نه کوي. نوموړي وویل چې له ایران سره خبرې اترې په چټکۍ روانې دي او که دا خبرې ودرېږي هم، امریکا ته به کومه ستونزه نه وي. د هغه په وینا، د هرمز تنګي او د تېلو د بیو د لوړېدو په اړه به امریکا خپله تګلاره روانه ساتي او اوس مهال به په ارامۍ سره خپله ناکه بندي جاري وساتي.