مقامی ۶ مئی ۲۰۲۶

د مولانا محمد ادریس د وژنې پر ضد په سند کې د احتجاج اعلان

جیکب آباد (نوی ژوند) د جمیعت علما اسلام سند مشر علامه راشد محمود سومرو اعلان کړی چې د مولانا محمد ادریس د وژنې پر ضد به د مې په 8مه په ټوله سند کې احتجاجونه ترسره شي، هغه وویل چې ناامني زیاته شوې او حکومت د خلکو د ساتنې کې پاتې راغلی، نوموړي د پېښې د ککړو کسانو د نیولو او سزا غوښتنه وکړه او له خلکو یې د احتجاجونو کې د ګډون غوښتنه وکړه.