کوټه (نوې ژوند ویب نیوز) د د ۱۸ کلنو کم عمره هاکي اسیا کپ په سیالیو کې پاکستان په خپل دویمه لوبه کې د مالیزیا پر وړاندې ۳-۲ ماتې وخوړه. په جاپان کې د روان ټورنمنټ په دې زړه راښکونکې لوبه کې دواړو لوبډلو ښه لوبه وکړه، خو مالیزیا د غوره کارکردګۍ له امله بریا خپله کړه. د پاکستان لوبډله به خپله درېیمه لوبه د جون په ۳مه د بنګله دېش پر وړاندې ترسره کړي. ګرین شرټس د سیالیو په لومړۍ لوبه کې چین ته ۳-۰ ماتې ورکړې وه او بریالی پیل یې کړی و.
