کوټه (نوې ژوند ویب نیوز) ډونلډ ټرمپ له خوا ایران ته د نوو او سختو وړاندیزونو له لېږلو وروسته ایران اعلان کړی چې تر هغو به له امریکا سره هېڅ هوکړه ونه مني څو یې عملي، روښانه او د تایید وړ پایلې نه وي ترلاسه شوې۔ محمد باقر قالیباف ویلي چې ایران د امریکا پر ژمنو باور نه لري او د ایراني ولس د حقونو ساتنه د هر ډول هوکړې اساسي شرط دی۔ بل لور ته ټرمپ ویلي چې دواړه هېوادونه یوې هوکړې ته نږدې شوي، خو که مناسبه هوکړه ونه شي نو پوځي انتخاب لا هم پر ځای دی۔ په ورته وخت کې ایراني چارواکو خبرداری ورکړی چې د هر ډول نوي برید ځواب به له پخوا ډېر سخت وي او د هرمز تنګي امنیت او څارنه په بشپړه توګه د ایران تر کنټرول لاندې ده۔
