پېښور (نوې ژوند ویب نیوز) پاکستان تحریک انصاف د صوبايي اسمبلۍ ناراضو غړو د ګوند مشر بیرسټر ګوهر علي خان ته لیک استولی او د ګوند له نظریې، منشور او د بنسټګر د لیدلوري سره یې خپله ژمنتیا څرګنده کړې ده۔ په لیک کې ویل شوي چې دوی د کومې ډلې، کړۍ یا شخصي اجنډا برخه نه دي او ځان له کوم ځانګړي ګروپ سره نه تړي۔ ناراضو غړو ویلي چې د ګوند د بنسټګر د خوشې کېدو لپاره ترسره شوو احتجاجي فعالیتونو مطلوبې پایلې نه دي ورکړي چې له امله یې د کارکوونکو ترمنځ اندېښنې زیاتې شوې دي۔ په لیک کې غوښتنه شوې چې ټول حکومتي چارې دې د شفافیت، وړتیا او د ټاکل شوو ولسي استازو په مشوره ترسره شي۔ د سرچینو په وینا د لیک کاپۍ د ګوند مرکزي جنرل سیکرټري، د اطلاعاتو سیکرټري او صوبايي مشر ته هم لېږل شوې دي۔
