کوټه (نوې ژوند ویب نیوز) د کلني پلان همغږۍ کمېټې په خپله اعلامیه کې ویلي چې د منځني ختیځ کړکېچ، محدود مالي سرچینې او د پرمختیایي پروژو لپاره د بودجې کمښت د پاکستان اقتصاد ته سترې ننګونې دي. د اعلامیې له مخې د ۲۰۲۶-۲۷ مالي کال لپاره د اقتصادي ودې هدف ۴ سلنه ټاکل شوی، د کرنې سکتور لپاره ۳.۸ سلنه، د صنعت لپاره ۴ سلنه او د خدماتو سکتور لپاره ۴.۲ سلنه وده په نښه شوې ده. کمېټې سپارښتنه کړې چې د اوبو، انرژۍ، ټرانسپورټ او بنسټیزو زیربناوو پروژو ته لومړیتوب ورکړل شي. د پلان جوړونې وفاقي وزیر احسن اقبال ویلي چې پاکستان لا هم د اقتصادي ټکانونو له اغېزو د وتلو هڅه کوي او د ملي پرمختګ لپاره باید پر پورونو نه، بلکې پر کورنیو سرچینو، تولیداتو او صادراتو تمرکز وشي. هغه زیاته کړه چې صادرات د اقتصادي خپلواکۍ بنسټ دی او بلوچستان، ګوادر، آزاد کشمیر، ګلګت بلتستان او ورګډو شوو ضلعو ته به ځانګړې پاملرنه کېږي۔
