کوټه (نوې ژوند ویب نیوز) د بلوچستان د کورنیو چارو د وزارت سلاکار بابر یوسفزي په بلوچستان کې د امنیتي ځواکونو د بریالیو عملیاتو پر مهال د “فتنه الهندوستان” په نوم د ۱۷ ترهګرو د وژل کېدو له امله پاک پوځ او ټولو امنیتي ځواکونو ته د ستاینې او مبارکۍ څرګندونه کړې ده. نوموړي په خپل بیان کې وویل چې امنیتي ځواکونو د لوړې مسلکي وړتیا، زړورتیا او پر وخت اقدام له لارې د سولې د دښمنانو ناوړه موخې شنډې کړې او هغه ترهګر یې خپل منطقي انجام ته ورسول چې د بېګناه انسانانو په وینو یې لوبې کولې. هغه زیاته کړه چې ټول ملت د خپلو زړورو سرتېرو پر قربانیو، نه ستړې کېدونکي عزم او وفادارۍ ویاړي او د ترهګرۍ ضد مبارزه کې یې خدمات په درنه سترګه ګوري. بابر یوسفزي وویل چې د ترهګرۍ او افراطیت تر بشپړ ختمېدو پورې به د دولت او ولس ګډ عزم ټینګ پاتې وي او د پاکستان د امن، ثبات او پرمختګ پر ضد هر ډول دسیسې به ناکامې شي. هغه ټینګار وکړ چې د ترهګرۍ پر ضد ملي یووالی زموږ تر ټولو لوی قوت دی او د امنیتي ځواکونو وروستۍ بریا دا ثابتوي چې د دښمن ناوړه موخې به هېڅکله بریالۍ نه شي.
