راولپنډۍ/کوټه (نوې ژوند ویب نیوز) د پاک پوځ د عامه اړیکو ادارې (آی اېس پي آر) او د بلوچستان وزیراعلی میر سرفراز بګټي په جلا جلا بیانونو کې ویلي چې امنیتي ځواکونو د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې بریالي عملیات ترسره کړي او د “فتنه الهندوستان” په نوم د ناقانونه ډلې ۱۷ مهم ترهګر یې وژلي دي. د آی اېس پي آر په وینا، دغه عملیات د مستونګ، نوشکي، زهري، خضدار او کیچ په سیمو کې ترسره شوي چې په ترڅ کې یې د ترهګرو شبکو ته سخت زیان اوښتی دی. له وژل شویو کسانو څخه وسلې، چاودېدونکي توکي او چمتو شوي ماینونه هم ترلاسه شوي دي. بل لور ته وزیراعلی سرفراز بګټي د دغو عملیاتو ستاینه کړې او ویلي یې دي چې ترهګرو او د هغوی ملاتړو ته به هېڅکله اجازه ور نه کړل شي چې د بلوچستان د امن، ثبات او پرمختګ بهیر زیانمن کړي. نوموړي ټینګار وکړ چې د ولس د سر او مال ساتنه او د دوامدار امن ټینګښت د حکومت او امنیتي ادارو لومړیتوب دی او د ترهګرۍ پر ضد مبارزه به تر وروستي ترهګر پورې دوام ولري.
