کوټه (نوې ژوند وېب نیوز) د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د صوبایي سیکرټریټ له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې په کوټه او نورو پښتني سیمو کې د پاکستاني او ایراني پټرولو دوامداره کمښت خورا د اندېښنې وړ او د نه منلو وړ حالت خپل کړی دی. په اعلامیه کې راغلي چې خلک هره ورځ د اوږدو قطارونو، لوړو او خپلسرو بیو او سختو ستونزو سره مخ دي، خو حکومت او اړوند ضلعي اداره د بیو د کنټرول او د ذخیره کوونکو او ګټهاخیستونکو پر ضد په اغېزمن اقدام کې پاتې راغلې ده. ګوند ویلي چې په کوټه، پشین، قلعه عبدالله، چمن، هرنایي، زیارت، سبۍ، قلعه سیف الله، ژوب، شیراني، موسی خېل، میختر، لورالایي، بارخان او نورو سیمو کې پټرول نایابه شوی او مافیایي کړیو د مصنوعي کمښت له لارې د خلکو اقتصادي استحصال پیل کړی دی. د اعلامیې له مخې زده کوونکي، دولتي او شخصي کارکوونکي او عام وګړي له جدي ستونزو سره مخ دي، په داسې حال کې چې پټرول په توره بازار کې تر ۵۰۰ روپیو فی لیټر پلورل کېږي. ګوند ادعا کړې چې د غیرقانوني ایراني پټرولو پر ضد د عملیاتو وروسته د شرکتونو لوی پمپونه هم تړل شوي چې دا د ذخیره کوونکو او د پټرولو د مافیا ترمنځ د اړیکو څرګندونه کوي. په اعلامیه کې غوښتنه شوې چې د مصنوعي کمښت جوړوونکي، قاچاقبران او ناجایزه ګټهاخیستونکي دې د قانون منګولو ته وسپارل شي او خلکو ته دې ارزانه او په اسانه د پټرولو او نورو تېلو رسد یقیني کړل شي.
