کوټه (نوې ژوند وېب نیوز) د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د کوټې، پشین او قلعه عبدالله ولسوالیو په ګډه اعلامیه کې د چمن د ستر او بریالي ولسي غونډې په مناسبت د ګوند ټولو غړو، خواخوږو او ګډونوالو ته مبارکي ورکړل شوې ده. په اعلامیه کې ویل شوي چې د اختر په مناسبت د ګوند تر سیوري لاندې ترسره شوې ولسي غونډه کې د خلکو پراخ ګډون دا ثابتوي چې ولس د خپلو حقونو، ستونزو د حل او ښه راتلونکي لپاره جدي او فعال دریځ لري. اعلامیه زیاتوي چې د ګوند مشر محمود خان اڅکزي او نورو مرکزي او صوبایي مشرانو ویناوې د وطن، ولسي ستونزو او اوسني وضعیت په اړه مهمې، پر وخت او لارښوونکې وې، چې پکې د ولس پر وړاندې د شته ننګونو، پرمختیایي فرصتونو او د ستونزو د حل لپاره پر ګډې مبارزې ټینګار وشو. د ګوند په وینا، د چمن د دې تاریخي غونډې بریا مخالفین او د فارم ۴۷ حکومت وارخطا کړي دي، ځکه چې زرګونو ګډونوالو د سختې ګرمۍ او تودې هوا باوجود په منظم ډول د خپلو مشرانو خبرې واورېدې، او همدا لامل دی چې ځینې مخالفین په ټولنیزو رسنیو کې منفي تبلیغات او پروپاګند خپروي. په بیان کې راغلي چې اوسني شرایط د ولس له لوري د یووالي او اتفاق غوښتنه کوي، ځکه ستونزې یوازې د ګډو ملي ګټو او ګډې مبارزې له لارې حل کېدای شي. ګوند له خپلو غیورو خلکو غوښتي چې د پردیو سیاستونه پرېږدي، د خپلو ملي موخو لپاره سره یو موټی شي او د محمود خان اڅکزي په مشرۍ روانې سیاسي او ولسي مبارزې کې فعاله ونډه واخلي.
