قلعه سیف الله (نوې ژوند وېب نیوز) د پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند مشر او د قومي اسمبلۍ غړي خوشحال خان کاکړ ویلي دي چې پښتونخوا وطن نن د ناامنۍ، بېوزلۍ، بېکارۍ، جبري محرومیت، د ملي سرچینو د لوټمار، د ځمکو د ناعادلانه وېش، سیاسي بې واکۍ او اقتصادي وروسته پاتې والي له جدي ستونزو سره مخ دی، په داسې حال کې چې ولس له تعلیم، روغتیا، روزګار، پاکو اوبو او نورو بنسټیزو اسانتیاوو هم بې برخې ساتل شوی دی. نوموړي دا خبرې د ګوال اسماعیل زي په سیمه کې د ګوند له لوري جوړې شوې یوې سترې ولسي غونډې ته د وینا پر مهال وکړې. هغه وویل چې که څه هم پښتني سیمې له طبیعي سرچینو، معدني زېرمو او پراخو ځمکو څخه برخمنې دي، خو ځایي خلک بیا هم د بېوزلۍ او محرومیت ژوند تېروي، او د دغو سرچینو ګټې د سیمې د خلکو پر ځای نورو حلقو ته انتقالېږي. خوشحال خان کاکړ زیاته کړه چې د معدني سرچینو، ځمکو او نورو ملي شتمنیو په اړه د ناعادلانه پالیسیو له امله ولس د خپلو حقونو او سرچینو له ګټو محروم ساتل شوی دی. هغه ټینګار وکړ چې پر سرچینو لومړی حق د هغو سیمو د خلکو دی چې دغه سرچینې پکې شتون لري، او تر څو د ولس دا حق ونه منل شي، پرمختګ، سوکالي او تلپاتې سوله ناشونې ده. نوموړي ځوانان، زدهکوونکي، روڼ اندي او ټولې ملي او جمهوري قواوې یووالي او منظمې مبارزې ته راوبلل او ویې ویل چې د قومي حقونو، پر سرچینو د واک او آئیني خوندیتوب لپاره ګډه مبارزه ضروري ده. په دې غونډه کې د بېلابېلو سیاسي ګوندونو ۴۲ کسانو د خپلو پخوانیو ګوندونو پرېښودو او پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند ته د ورګډېدو اعلان هم وکړ.
