کوټه (نوې ژوند وېب نیوز) د پاکستان پیپلز ګوند د قومي اسمبلۍ غړي نوابزاده جمال خان رئیساني، صوبايي وزیر میر عاصم کرد ګیلو، حاجي علي مدد جتک او میر فرید رئیساني په کوټه پرېس کلب کې یوې ګډې خبري غونډې ته د وینا پر مهال وویل چې نن سبا د پاکستان پر ضد یوه داسې خاموشه خو خطرناکه جګړه روانه ده چې تر غرونو ډېر په ټولنیزو رسنیو او تر بارودو ډېر د موبایل فونونو له لارې مخته وړل کېږي. جمال خان رئیساني وویل چې دښمن اوس د مرمیو پر ځای د پروپاګند، ټولنیزو رسنیو او عصري ټیکنالوجۍ له لارې د ځوانانو ذهنونه په نښه کوي او د دولت او ولس ترمنځ د بې باورۍ فضا رامنځته کول غواړي. نوموړي زیاته کړه چې بلوچستان له اوږدې مودې راهیسې له امنیتي ستونزو سره مخ دی، خو اوس دودیزه جګړه په هایبرډ جګړه بدله شوې چې پکې د بمونو او بریدونو ترڅنګ انکرپټ شوې موبایلې اپلېکېشنونه او ټولنیزې رسنۍ هم کارول کېږي. هغه ادعا وکړه چې ځینې شبکې او افراد د نام نهاد بشري حقونو د پلیټفارمونو تر سیوري لاندې د دولت ضد پروپاګند لپاره کار کوي او د ځوانانو ذهنونه اغېزمنوي. رئیساني والدینو او ټولنې ته خبرداری ورکړ چې د ځوانانو د ذهنونو د ساتنې لپاره باید هوښیار واوسي، ځکه اوس د خلکو د ګمراه کولو لپاره تر وسلو زیات ډیجیټل وسایل کارول کېږي. نوموړي ټینګار وکړ چې د ترهګرۍ او افراطیت پر ضد مبارزه به دوام ولري او د ولس او دولت ترمنځ د واټن جوړولو هڅې به ناکامې شي.
