اسلام آباد، کوټه (نوې ژوند وېب نيوز) د پلان جوړونې او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال د کلني پلان همغږۍ کمېټې مهمې غونډې ته د وينا پر مهال د بلوچستان او نورو وروسته پاتې سيمو لپاره د سترو پرمختيايي مرستو اعلان وکړ. نوموړي وويل، سره له دې چې هېواد له سخت مالي بحران سره مخ دی او وفاقي پرمختيايي پروګرام محدود شوی، خو د وزيراعظم په ځانګړو لارښوونو د بلوچستان د مهمې N-25 لويې لارې د جوړولو او پراختيا لپاره ۱۲۵ اربه روپۍ ځانګړې شوې دي، په داسې حال کې چې د صوبې د نورو پرمختيايي پروژو لپاره جلا ۱۰۰ اربه روپۍ هم بېلې شوې دي. هغه زياته کړه چې د آزاد کشمير، ګلګت بلتستان او پخوانيو فاټا سيمو لپاره هم ۱۵۰ اربه روپۍ ځانګړې شوې دي. احسن اقبال د هېواد اقتصادي وضعيت او پرمختيايي بوديجې په اړه وويل چې له ۲۰۱۸ کال راهيسې د وفاق پرمختيايي سرچينې کمې شوې دي او اوس هم وفاقي پرمختيايي پروګرام د ۱۰۰۰ اربه روپيو پر کچه ولاړ دی. نوموړي څرګنده کړه چې په هېواد کې د پانګونې کچه د جي ډي پي له ۲.۶ سلنې څخه ۰.۶ سلنې ته راټيټه شوې ده. ده وويل چې دا مهال د ۵۰۰۰ اربه روپيو پروژو پر PC-1 کار روان دی او د ټولو روانو پروژو د بشپړېدو لپاره ۱۰ زره اربه روپيو ته اړتيا ده. وفاقي وزير زياته کړه چې بېلابېلو وزارتونو د راتلونکي مالي کال لپاره د ۳۰۰۰ اربه روپيو پرمختيايي بوديجې غوښتنه کړې وه، خو د سرچينو د کمښت له امله به يوازې مهمې او ټاکلې پروژې عملي کېږي. هغه ټينګار وکړ چې د اتلسم بدلون وروسته د صوبو پرمختيايي بوديجې ډېرې شوې دي، خو وفاقي حکومت لا هم د وروسته پاتې سيمو د پرمختګ او د ترانسپورټي شبکو د پياوړتيا لپاره ژمن دی او د ۷۲۰ اربه روپيو نوي پرمختيايي پروژې هم وړانديز شوې دي.
