مقامی ۲ جون ۲۰۲۶

د بلوچستان په ډېری ضلعو کې به موسم ډېر ګرم او وچ وي، په ځينو سيمو کې د تالندې او باران امکان شته

کوټه (نوې ژوند وېب نيوز) د موسمياتو ادارې د بلوچستان لپاره د موسم تازه حال جاري کړی چې له مخې يې د صوبې په زياترو ضلعو کې به موسم وچ او سخت ګرم وي، په ځانګړي ډول د جنوبي سيمو د تودوخې شدت به دوام ولري. بل لور ته د بلوچستان په شمال ختيځو ضلعو کې د نيمه وريځو موسم اټکل شوی دی. د موسمياتو ادارې په وينا، د نصير آباد، کوهلو، بارخان، موسی خېل، خضدار او شاوخوا سيمو کې د تېزو بادونو، تالندې او باران امکان هم شته. د ثبت شويو لوړو تودوخېو له مخې سبی او تربت د ۴۷ درجې سانتي ګرېډ سره د صوبې تر ټولو ګرمې سيمې پاتې شوي، نوکنډي کې ۴۶، چمن کې ۴۰، کوټه او جيونۍ کې ۳۸، ژوب کې ۳۷، ګوادر کې ۳۵، قلات کې ۳۳ او په سړه سيمه زيارت کې ۲۹ درجې سانتي ګرېډ تودوخه ثبت شوې ده. د موسمياتو ادارې د سختې ګرمۍ او لو له امله خلکو ته د احتياطي تدبيرونو خپلولو سپارښتنه کړې ده.