تازه خبرونه ۲ جون ۲۰۲۶

بلوچستان کې د سختې ګرمۍ او وچ موسم دوام، ځینو سیمو کې د باران امکان

کوټه (نوې ژوند ویب نیوز) د موسمیاتو ادارې د بلوچستان د موسم وروستۍ راپور کې ویلي چې د صوبې په زیاترو ضلعو کې به موسم په عمومي ډول وچ او سخت ګرم پاتې شي، په داسې حال کې چې جنوبي سیمو کې د ګرمۍ شدت دوام لري. راپور کې ویل شوي چې د شمال ختیځو سیمو اسمان به تر یو حده ورېځ وي او په نصیرآباد، کوهلو، بارخان، موسی خېل، خضدار او شاوخوا سیمو کې د تیزو بادونو سره د برېښنا او ګړز چړز باران امکان هم شته. د درجې حرارت د تفصیلاتو له مخې سبی او تربت کې 47 درجې سانتي ګراد ثبت شوي چې دا د صوبې تر ټولو ګرمې سیمې دي، نوکنډي کې 46، چمن کې 40، کوټه او جیواني کې 38، ژوب کې 37، ګوادر کې 35، قلات کې 33 او زیارت کې 29 درجې ثبت شوې دي. موسمیاتو ادارې د ساحلي سیمو لکه ګوادر کې نسبتاً معتدل موسم ښودلی او خلکو ته یې سپارښتنه کړې چې د سختې ګرمۍ او لمر وهلو له اغېزو ځان وساتي.