مقامی ۲ جون ۲۰۲۶

تو به اچکزۍ کې د دوو ډلو ترمنځ خونړۍ نښته، ۴ کسان وژل شوي؛ او اسټرالیا پاکستان ته په دوهم ون ډی کې ماتې ورکړه

کوټه (نوې ژوند ویب نیوز) د چمن د توه اچکزۍ په سیمه کې د دوو مخالفو ډلو ترمنځ د پخواني شخړې پر سر ناڅاپي خونړۍ نښته شوې، چې په پایله کې ۴ کسان ځای پر ځای وژل شوي او ۲ نور سخت ټپیان شوي دي. پولیسو ویلي چې دواړو خواوو یو بل باندې درنې وسلې کارولې، چې له امله وضعیت سخت کړکېچن شو، خو وروسته پولیس او لیویز ځواکونه سیمې ته رسېدلي او حالات یې تر کنټرول لاندې راوستي دي، ټپیان د میزۍ اډې ټراما سنټر ته رسول شوي او د پېښې پلټنې پیل شوې دي. بل لوري ته په لاهور کې د قذافي سټیډیوم کې د اسټرالیا او پاکستان ترمنځ دوهم ون ډی سیالي کې مېلمنو اسټرالیا پاکستان ته په ۴۱ رنزونو ماتې ورکړه، اسټرالیا ۲۳۱ رنزونه جوړ کړل او پاکستان د هدف په تعقیب کې په ۱۹۰ رنزونو باندې آؤټ شو، شاداب خان ۷۱ رنزونه جوړ کړل خو د ټیم د بریا لپاره یې بسنه ونکړه، په داسې حال کې چې د پاکستان بیټنګ لاین د پیل نه تر پایه له سختو ستونزو سره مخ و.