کوټه (نوې ژوند ویب نیوز) د مالدیپ په پلازمېنه مالې کې د روان چار ملکي ډایمنډ جوبلي انټرنیشنل فوټبال ټورنمنټ په لړ کې د پاکستان او بنګلهدېش ترمنځ لوبه پرته له کوم ګول څخه مساوي پای ته ورسېده. دواړو ټیمونو ته د ګول کولو څو موقعې برابرې شوې خو د دفاعي لوبغاړو د ښه کارکردګۍ له امله هېڅ ټیم ګول و نه شو وهلی او دواړو ټیمونو ته یو یو پواینټ ورکړل شو. پاکستان به خپله بله لوبه د جون په ۴مه د کوربه مالدیپ پر وړاندې د پاکستان په وخت د ماښام ۴ بجې ترسره کوي، او وروستۍ ګروپي لوبه به د جون په ۷مه د افغانستان پر ضد وي، په داسې حال کې چې د ټورنمنټ غوره دوه ټیمونه به د جون په ۱۰مه فاینل کې مخامخ شي. بل لوري ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي چې د ایران او امریکا ترمنځ مذاکرات د دې ضمانت نه لري چې معاهده به حتمي وشي، هغه د امریکا سینیټ کمیټې ته ویلي چې ایران لا هم ډرونونه لري او د هغه د دودیز دفاعي ځواک یو څه برخه کمزورې شوې ده
