کوټه (نوې ژوند ویب نیوز) د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د پاکستان، سعودي عرب، ترکیې، قطر، مصر او فرانسې له خپلو سیالانو سره ټیلیفوني اړیکې نیولي دي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت په وینا، په دې اړیکو کې د سیمې پر وضعیت او د امریکا د بریدونو وروسته پر رامنځته شوې کړکېچ خبرې شوې دي. عباس عراقچي یادو هېوادونو ته د ایران دریځ او د ځوابي اقداماتو په اړه معلومات هم ورکړي دي.
