تازه خبرونه ۳ جون ۲۰۲۶

ممبۍ انډینز بشپړه پېسې نه دي ورکړي، مچل سینټر تور لګولی

کوټه (نوې ژوند ویب نیوز)د نیوزیلېنډ مشهور آل راونډر مچل سینټر ویلي دي چې د آی پي اېل فرنچائز ممبۍ انډینز ورته بشپړه معاوضه نه ده ورکړې او یوازې یې نیمه پیسې ترلاسه کړي دي. د هغه په وینا، د ټپ له امله له سیالۍ بهر کېدو سره سره ورته د تړون بشپړ حق نه دی ورکړل شوی، چې دا یې د خواشینۍ وړ ګرځولی. سینټر ویلي چې هغه بیا روغ شوی او لوبډلې ته راستون شوی، خو د ټپونو له امله له سختو ستونزو سره مخ شوی دی. بل لور ته د آی پي اېل د قوانینو له مخې د ټپي کېدو په صورت کې لوبغاړي ته د تړون بشپړه ټاکل شوې پیسې ورکول کېږي، خو تر اوسه د ممبۍ انډینز له خوا په دې اړه رسمي دریځ نه دی ورکړل شوی.