مقامی ۳ جون ۲۰۲۶

په بلوچستان کې د دوکانونو او شاپنګ مالونو د شپې ۹ بجې تړلو حکم

کوټه:(نوی ژوند) د بلوچستان حکومت د وفاقي کابینې د پرېکړو په رڼا کې د تېلو سپما او اقتصادي سپمايي کمپاین تر چتر لاندې په ټول صوبه کې د سوداګریزو مرکزونو لپاره نوي کاري وختونه اعلان کړي دي. د خبرتیا له مخې به ټول دوکانونه، مارکیټونه، شاپنګ مالونه، بازارونه، کریانه او جنرل سټورونه د شپې په ۹ بجو وتړل شي، په داسې حال کې چې د ودونو تالارونه او د مراسمو ځایونه به د شپې تر ۱۰ بجو پورې پرانیستي وي. هوټلونه، رېسټورنټونه، کافې او د مېوو او سبزیو دوکانونه به د شپې په ۱۱ بجو تړل کېږي، خو د کور تر دروازې رسولو او ټېک اوې خدمتونو ته اجازه ورکړل شوې ده. روغتونونه، کلینیکونه، درملتونونه، تنورونه، بیکرۍ، د شیدو دوکانونه، پټرول پمپونه، د موټرو چارجنګ سټېشنونه، جمونه، ورزشي مرکزونه، د معلوماتي ټکنالوجۍ شرکتونه او کال سنټرونه له دې محدودیت څخه مستثنا دي. حکومت ټولو اړوندو ادارو ته د دغو نوو وختونو د پلي کولو سپارښتنه کړې ده.