مقامی ۳ جون ۲۰۲۶

په کوټه ښار کې د امنیتي اندېښنو له امله د موبایل انټرنېټ خدمت لنډمهاله ځنډول شوی

کوټه(نوی ژوند) د بلوچستان حکومت د کورنیو چارو سلاکار بابر یوسفزي ویلي چې په ښار کې د ځینو امنیتي اندېښنو له امله د موبایل انټرنېټ خدمت د څو ساعتونو لپاره په لنډمهاله توګه ځنډول شوی دی. نوموړي په خپل بیان کې څرګنده کړه چې د خلکو د سر او مال ساتنه د حکومت لومړیتوب دی او دغه ګام هم د ښاریانو د امنیت د ټینګښت لپاره اخیستل شوی دی. بابر یوسفزي د دې لنډمهاله ستونزې له امله د کوټې له خلکو څخه بخښنه وغوښته او ویې ویل چې د ښار وضعیت له عادي کېدو سره سم به د موبایل انټرنېټ خدمت سمدستي بېرته فعال شي. هغه له خلکو وغوښتل چې د انټرنېټ د ځنډ پر مهال افواهاتو ته غوږ ونه نیسي او د امن او نظم د ساتنې لپاره له ادارې سره بشپړه همکاري وکړي.