کوټه(نوی ژوند) د بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې د سختې ګرمۍ څپه دوام لري، چې له مخې یې نوکنډي او سبي د هېواد تر ټولو ګرم ښارونه ثبت شوي دي. د هوا پېژندنې ادارې د معلوماتو له مخې په نوکنډي او سبي کې تر ټولو لوړه تودوخه ۵۱ درجې سانتي ګرېډ ثبت شوې، په داسې حال کې چې په دالبندین کې د تودوخې درجه ۴۹ سانتي ګرېډ ته رسېدلې ده. په کوټه ښار کې هم د روان موسم تر ټولو زیاته ګرمي ثبت شوې او د تودوخې درجه ۴۱ سانتي ګرېډ ته لوړه شوې ده. د هوا پېژندنې ادارې ویلي چې په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې به هم د ګرمۍ شدت دوام ولري او په کوټه کې به د تودوخې درجه د ۳۹ او ۴۲ سانتي ګرېډ ترمنځ وي، په داسې حال کې چې په سبي کې له تېرو شپږو ورځو راهیسې د تودوخې درجه ۵۲ سانتي ګرېډ ثبت کېږي. ادارې له خلکو غوښتي چې له اړتیا پرته د لمر لاندې تګ راتګ ونه کړي، زیاتې اوبه وڅښي او د ګرمۍ پر وړاندې احتیاطي تدابیر خپل کړي.
