مقامی ۳ جون ۲۰۲۶

ایف سي لوی عملیات، د نوکنډي د پولي سیمې کلی همائي څخه ۱۴۹ غیر قانوني افغان اتباع نیول شوي

چاغي(نوی ژوند)د ایف سي بلوچستان (ساوتھ) تفتان رایفلز نوکنډي په سرحدي سیمه کلی همائي کې لوی عملیات ترسره کړي او د انسانانو د قاچاق یوه هڅه یې ناکامه کړې، چې په ترڅ کې ۱۴۹ غیر قانوني افغان اتباع نیول شوي دي. د ایف سي سرچینو په وینا، په نیول شویو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي چې د انساني قاچاقبرانو له لارې د ایران او ترکیې په لاره اروپا ته د تګ هڅه کوله. چارواکو ویلي چې له قانوني پروسې وروسته ټول کسان بېرته افغانستان ته استول شوي دي. ایف سي ویلي چې د پاکستان او افغانستان په پوله د غیر قانوني تګ راتګ، انساني قاچاق او سرحدي سرغړونو پر ضد بې له توپیره عملیات روان دي او هېچا ته به غیر قانوني تګ راتګ اجازه ورنکړل شي. چارواکو زیاته کړه چې د سرحدي سیمو د امنیت لپاره سخت اقدامات دوام لري.