مقامی ۳ جون ۲۰۲۶

د دکي د یونین کونسل ناصر آباد ټو کې د ۴۹ لکه روپیو د پرمختیایي فنډونو د مبینه اختلاس ادعا، وائس چیئرمین او کونسل غړو څرګندونې

دکي(نوی ژوند)د یونین کونسل نمبر ۱۲ ناصر آباد ټو، تحصیل او ضلع دکي کې د ۴۹ لکه روپیو د پرمختیایي فنډونو د مبینه ناسمو استعمال او بې‌نظمۍ پر ضد وائس چیئرمین او کونسل غړو په یوه خبري غونډه کې سخت تورونه لګولي دي. وائس چیئرمین الله نور ناصر او د کونسل غړو ویلي چې په فنډونو کې شفافیت نه دی مراعت شوی او د اسنادو له مخې د ۱۵۰ واټه ۱۵۰ شمسي سولر پینلونه اخیستل شوي، خو د هغوی د وېش او اصلي استعمال په اړه پوښتنې راپورته شوي دي. هغوی د یونین کونسل د چیئرمین، سیکرټري او د لوکل ګورنمنټ د افسر پر کردار هم شکونه څرګند کړي او د بې‌طرفه تحقیقاتو غوښتنه یې کړې ده. د دوی په وینا له دې وړاندې ترلاسه شوي ۱۶ لکه روپۍ فنډونو کې هم د بې‌نظمۍ احتمال شته، او د کنټینجنسي فنډونو په استعمال کې هم شفافیت نه لیدل کېږي. هغوی له اینټي کرپشن او نورو لوړو چارواکو غوښتنه کړې چې بشپړ آډټ دې وشي او که بې‌نظمي ثابته شي نو اړوند کسان دې قانوني سزا ته وسپارل شي.