کوټه(نوی ژوند) د جمعیت علمای اسلام د کوټې ضلع ویاند په خپل بیان کې ویلي چې حکومت د جے یو آیی له زیاتېدونکې ولسي مقبولیت څخه وېرېدلی او د غیر جمهوري او آمرانه کړنو لاره یې غوره کړې ده. د ویاند په وینا په کوټه کې د ګوند بینرونو او جهنډو لیرې کول، د انټرنېټ بندښت او د پټرولو مصنوعي کمښت هغه اقدامات دي چې د حکومت ناکامي او بېوسۍ څرګندوي. هغه وویل چې د داسې کړنو له لارې د ولسي ځواک مخه نشي نیول کېدای او د ګوند غړي به د هر ډول فشار سره سره خپله مبارزه روانه ساتي. ویاند زیاته کړه چې د دیني مدرسو د دفاع، د ولسي حقونو او د بلوچستان د ستونزو د حل لپاره روانه مبارزه به نوره هم پیاوړې شي، او د سبا ورځې د کانفرانس لپاره یې د پراخ ګډون غوښتنه وکړه.
