ګلګت بلتستان(نوی ژوند) د سرچینو له مخې د ګلګت بلتستان د راتلونکو ټاکنو په تړاو د پاکستان تحریک انصاف، پښتونخوا ملي عوامي ګوند او مجلس وحدت المسلمین ترمنځ د ګډو نوماندانو او انتخاباتي ټکټونو پر سر اختلافات رامنځته شوي دي. سرچینې وایي چې د پي ټي آی مشرتابه لومړی له محمود خان اڅکزي سره د هغه د ګوند پر انتخاباتي نښان د ټاکنو د ګډون لپاره اړیکه نیولې وه، خو وروسته د مشورو په نتیجه کې د پي ټي آی مشرانو د پښتونخوا ملي عوامي ګوند پر نښان ټاکنو ته له تګ انکار وکړ. همدارنګه مجلس وحدت المسلمین هم له پي ټي آی سره د انتخاباتي اتحاد وړاندیز کړی و او د ۱۶ څوکيو پر سر یې د ګډې تګلارې خبره کړې وه، خو د پي ټي آی مرکزي مشرتابه د هغوی پر انتخاباتي نښان ټاکنو کې ګډون ونه مانه. د سرچینو په وینا، د بېلابېلو سیاسي ګوندونو ترمنځ اړیکې او خبرې اترې وشوې، خو تر اوسه کومې وروستۍ هوکړې ته نه دي رسېدلي.
