کوټه (نوی ژوند ویب نیوز) د پاکستان مسلم لیګ (ن) مخکښ رانا ثناءالله ویلي دي چې بې نظیر انکم سپورټ پروګرام د خلکو په سوالګرانو بدلولو پرته بله ګټه نه لري. نوموړي د یوې ټلوېزیوني خپرونې پر مهال وویل چې په پنجاب کې د دې پروګرام معلومات سم نه دي او په کې پراخ فساد موجود دی. هغه زیاته کړه چې که کوم ولایت غواړي دا پروګرام جاري وساتي نو ساتلی یې شي، خو په پنجاب کې یې کومه څرګنده ګټه نه تر سترګو کېږي. رانا ثناءالله دا ادعا هم وکړه چې د ګلګت بلتستان په راتلونکو ټاکنو کې تحریک انصاف له سیاسي سیالۍ څخه وتلې ده. بل لوري ته د تحریک انصاف مشر عامر دوګر وویل چې ټول پوهېږي چې د ټاکنو پایلې به څه وي، ځکه د دوی لپاره انتخاباتي کمپاین محدود شوی او د مسلم لیګ (ن) لپاره ځانګړې اسانتیاوې برابرې شوې دي.
