مقامی ۴ جون ۲۰۲۶

تلپاتې سوله د پرمختګ او سوکالۍ بنسټیز شرط دی، جعفر خان مندوخېل

کوټه (نوی ژوند وېب نیوز) د بلوچستان ګورنر جعفر خان مندوخیل ویلي چې مسلکي روزنه د افسرانو وړتیاوې لوړوي او هغوی ته د رهبرۍ، اغېزمنو پرېکړو او نوو لارو چارو د موندلو توان ورکوي. نوموړي په ګورنر هاوس کوټه کې د نیشنل انسٹی ٹیوٹ آف پبلک ایڈمنسٹریشن تر روزنې لاندې افسرانو ته د وینا پر مهال وویل چې دا روزنیز کورس یوازې تعلیمي پروګرام نه، بلکې د رهبرۍ، مهارتونو او راتلونکي لید د پیاوړتیا مهم پړاو هم دی. په دې موقع د ادارې ډایرکټر جنرل سید علي رضا شاه د روزنیز پروګرام موخې او اهمیت بیان کړ. ګورنر مندوخېل وویل چې افسران یوازې د خپلو ادارو استازي نه دي، بلکې د ټول هېواد او صوبې د ولس خدمتګاران دي، نو باید د ښې حکومتولۍ، ولسي خدمت او میرټ د پلي کېدو لپاره خپلې هڅې لا زیاتې کړي. هغه زیاته کړه چې تلپاتې سوله د هر هېواد د پرمختګ او سوکالۍ لپاره لومړنی شرط دی او د حکومتي اقداماتو له امله د امن او نظم په وضعیت کې ښه والی راغلی دی. نوموړي له افسرانو وغوښتل چې له هر ډول فشار پرته خپلې دندې ترسره کړي او د رشوت، خپل‌منځي پالنې او د میرټ د خلاف ورزیو د مخنیوي لپاره عملي او اغېزمن رول ولوبوي.