کوټه (نوی ژوند وېب نیوز): د قومي اسمبلۍ د اپوزېسیون مشر او د تحریک تحفظ آئین پاکستان مشر محمود خان اچکزئی پر ضد د درج شوې ایف آی آر په اړه نن د بلوچستان هایکورټ کې اورېدنه ترسره شوه. د بلوچستان هایکورټ د چیف جسټس کامران خان ملاخیل په مشرۍ ډویژن بنچ د محمود خان اڅکزي له خوا وړاندې شوې اساسي عریضه د اورېدنې لپاره ومنله او د یادې ایف آی آر پر عملي کېدو یې تر بل امر پورې ځنډ ولګاوه. محکمه حکومت ته نوټس هم جاري کړ او د مقدمې راتلونکې نېټه یې وټاکله. د محمود خان اڅکزي له لوري د پښتونخوا لائرز فورم او د بلوچستان مخکښو او سینئر وکیلانو د مقدمې پیروي وکړه چې پکې ریاض احمد خان ایډووکیټ، سناتور کامران مرتضیٰ، حبیب الله ناصر ایډووکیټ، نعمت الله اڅکزی ایډووکیټ، جهانګیر خان مندوخېل، حضرت عمر ایډووکیټ، اسد خان اڅکزی ایډووکیټ، ایاز مندوخېل ایډووکیټ، راحب بلیدي ایډووکیټ او عبدالحکیم زرین ایډووکیټ شامل وو. په دې موقع سلګونه وکیلان هم په محکمه کې حاضر وو او د اورېدنې بهیر یې له نږدې وڅاره.
