پاکستان ۴ جون ۲۰۲۶

پاکستان او امریکا شراکت د یو ګډ جذبې لاندې ده: نیټلي بیکر

کوټه (نوي ژوند ویب نیوز)په پاکستان کې د امریکا مرستیال ډیپلوماټیک مشره نیټلي بیکر ویلي دي چې د پاکستان او امریکا ترمنځ شراکت د یو ګډ جذبې لاندې روان دی او دواړه هېوادونه د ګډو ګټو پر بنسټ نږدې اړیکې لري. هغې په اسلام‌آباد کې د امریکا د خپلواکۍ د ۲۵۰مې کلیزې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته د وینا پر مهال د وزیراعظم شهباز شریف د ګډون هرکلی وکړ او ویې ویل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ ستراتېژیک شراکت ورځ تر بلې پیاوړی کېږي.