کوټه (نوي ژوند ويب نيوز)وزيراعظم شهباز شريف يو ځل بيا د امريکايي ولسمشر د سولې هڅې وستايلې او ويې ويل چې د جنوبي اسيا د ثبات لپاره د هغه رول مهم دی او د وروستۍ کړکېچ د کمېدو او اوربند رامنځته کېدو کې يې مهمه ونډه لرلې ده. هغه زياته کړه چې د پاکستان او امريکا اړيکې تاريخي بڼه لري او دواړه هېوادونه په بېلابېلو برخو کې نږدې همکاري لري، په داسې حال کې چې د پاکستانيانو لوی شمېر په امريکا کې ژوند کوي او دا شراکت د دواړو هېوادونو د پرمختګ لپاره مهم ګڼل کېږي.
