چمن (ويب نيوز) د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د چمن ضلعي سيکرټريټ له لوري په خپره شوې اعلاميه کې د ډيورنډ کرښې په سيمه کې د مبينه ډزو له امله د ټپي شوي مېرويس خان اڅکزي د وژنې سخته غندنه شوې او دا پېښه د بشري حقونو او اساسي قانون خلاف عمل بلل شوی دی. په بيان کې ويل شوي چې د دې پېښې له امله د سيمې خلکو کې ژوره خواشيني او غصه موجوده ده. ګوند غوښتنه کړې چې د پېښې شفافه پلټنه دې وشي، د پېښې مسؤل کسان دې د قانون منګولو ته وسپارل شي او د شهيد مېرويس خان کورنۍ ته دې بشپړ انصاف ورکړل شي.
