کوټه (ويب نيوز)د بلوچستان پوهنتون اکیډمیک سټاف ایسوسی ایشن ویلي دي چې د بلوچستان پوهنتون د مین دروازې (سیریاب روډ) مخې ته استادانو د خپلو قانوني او جائزو غوښتنو لپاره یو سوله ییز احتجاجي کیمپ لګولی و، چې د پولیسو له لوري په زور ختم کړی شو، او دغه اقدام یې په سختو ټکو غندلی دی. په بیان کې ویل شوي چې وایس چانسلر له ۲۰۲۲ کال راهیسې د ریټایر شویو استادانو او کارکوونکو پنشن، کمیوټېشن، لیو انکیشمنټ او جي پي فنډ په ورکړه کې پاتې راغلی، او د استادانو پروموشن، خالي چوکیو باندې ګمارنې او بنسټیزو اسانتیاوو ستونزې هم نه دي حل شوي. ایسوسی ایشن دا عمل غیر جمهوري بللی او ویلي یې دي چې دا د استادانو د آئیني حقونو خلاف ورزي ده، او له حکومت یې غوښتنه کړې چې د پوهنتونونو لپاره ځانګړې بودیجه جاري کړي او د ملازمین ټول مالي حقوق دې ژر تر ژره ادا شي، په داسې حال کې چې استادانو د خپلو حقونو لپاره د احتجاج دوام اعلان کړی دی.
