مقامی ۶ جون ۲۰۲۶

سرلیک: شاہرګ او هرنايي کې د ترهګرۍ او ناامنۍ پر ضد “شهدا وطن تحریک” لوی احتجاجي مظاهره او جلسہ عام

شاہرګ/هرنايي (ويب نيوز)کې د شاړګ په کلی چونګي شیخ موسی بابا سیمه کې د ترهګرو له لوري د پنځو کسانو مفتی زائد شاه، ضیاالحق، قاهر خان، زمان شاه او اکرام شاه د وژنې او څلورو کسانو د ژوبلولو او همدارنګه د ښوونکي ملک شینګل خان ترین د تښتولو او وژنې پر ضد د “شهدا وطن تحریک” تر نوم لاندې لوی احتجاجي مظاهره او جلسہ عام ترسره شو. غونډه د نیشنل ډیموکریټک موومنټ د مرکزي عمومي سیکرټري مزمل شاه په مشرۍ وشوه چې پکې د بېلابېلو سیاسي ګوندونو، قبایلي مشرانو او مدني استازو ګډون وکړ. ویناوالو د وژل شویو کسانو ته د عقیدت پیرزوینې وړاندې کړې او په سیمه کې د ترهګرۍ، اغوا، باج‌ګیرۍ او بې‌امنۍ د فوري ختمولو غوښتنه یې وکړه. هغوی وویل چې هرنايي او شاړګ کې د بدامنۍ پېښې د خلکو ژوند سخت کړی او د امنیتي ادارو موجودیت سره سره جرمي پېښې دوام لري. ګډونوالو غوښتنه وکړه چې د پېښو ذمه وار کسان دې ونیول شي، امنیت دې ټینګ شي او د شهیدانو کورنیو ته دې انصاف ورکړل شي، او خبرداری یې ورکړ چې که دا حالات همداسې دوام وکړي نو احتجاجي تحریک به لا پراخ کړي.