مقامی ۶ جون ۲۰۲۶

قلات ډویژن د نوم بدلون نه منو، دا پرېکړه د ولسي احساساتو خلاف ده: بی بی روبینه عرفان

قلات (نوی ژوند پښتو ویب نیوز) د پاکستان پیپلز ګوند سینیئر رهبره او پخوانۍ ایم این ای/سینیټر بی بی روبینه عرفان کریم د قلات ډویژن د نوم د بدلون پر ممکنه پرېکړه سخت غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې دا ګام په هېڅ صورت د منلو وړ نه دی ځکه چې دا د سیمې د خلکو د احساساتو، تاریخ او پېژندنې خلاف اقدام دی، او قلات د بلوچستان د تاریخ، ثقافت او سیاسي هویت مرکز ګڼل کېږي؛ هغې وویل قلات یوازې یو اداري یونټ نه بلکې د پخوانۍ ریاستي تاریخ مهم مرکز دی او د دې نوم بدلول به د خلکو تاریخي او سیمه‌ییز هویت ته زیان ورسوي.