حب (نوی ژوند پښتو ویب نیوز) د اقدام قتل په يوه مقدمه کښې د اوو کلونو بند سزا ترلاسه کولو وروسته له عدالت څخه تښتېدلی مجرم شهزاد صالح بوټاني بالاخره د قانون منګولو ته ولوېد. پوليسو د عدالتي حکم له مخې نوموړی له کوټې څخه ونيو او د قانوني چارو تر بشپړېدو وروسته يې ډسټرکټ جېل کوټې ته ولېږداوه. د حب سېشن عدالت نوموړي ته د اقدام قتل په قضيه کښې د اوو کلونو بند او جرمانې سزا اورولې وه، خو هغه د پرېکړې له اعلان وروسته تښتېدلی و. وروسته نوموړی د ضمانت ترلاسه کولو لپاره په کوټه کښې محکمې ته وړاندې شو، خو عدالت يې د ضمانت غوښتنه رد کړه او د سمدستي نيولو حکم يې ورکړ. پوليسو هم په عدالت کښې هغه ونيو. ويل کېږي چې دا مقدمه د ډزو له يوې پېښې سره تړاو لري چې پکې مير علي حسن زهري په نښه شوی و. قانوني حلقو د مجرم نيول د قانون د واکمنۍ لپاره مهم پرمختګ بللی دی.
