مقامی ۶ جون ۲۰۲۶

قلعه عبدالله: د ځنګل پيرعليزۍ پر پوليس تاڼه وسله وال بريد، يو پوليس سخت ټپي شو

قلعه عبدالله (نوی ژوند پښتو ویب نیوز) د قلعه عبدالله ولسوالۍ د ځنګل پيرعليزۍ سيمې پر پوليس تاڼه نامعلومو وسله والو ناڅاپي ډزې وکړې چې له امله يې يو پوليس اهلکار سخت ټپي شو. د بريد وروسته پوليسو او امنيتي ځواکونو سيمه کلابنده کړه او ځوابي اقدامات يې پيل کړل، خو بريد کوونکي د شپې له تيارې ګټه پورته کړه او وتښتېدل. ټپي پوليس لومړی نږدې روغتيايي مرکز ته ولېږدول شو او وروسته د حالت د خرابوالي له امله کوټې ته منتقل کړل شو. له پېښې وروسته اېف سي، پوليس او ليويز ځواکونه سيمې ته رسېدلي او د بريدګرو د نيولو لپاره يې پراخ عمليات پيل کړي دي. امنيتي چارواکي وايي چې د پېښې د لاملونو د معلومولو لپاره پلټنې روانې دي او ښکېل کسان به ډېر ژر د قانون منګولو ته وسپارل شي.