مقامی ۶ جون ۲۰۲۶

په پښتونخوا وطن کې جعلي الاټمنټونه د منلو وړ نه دي، داراخان جوګېزی

مسلم باغ (ويب نيوز) د پښتونخوا ملي عوامي ګوند له خوا په مسلم باغ کې د غير قانوني الاټمنټونو، د ولسي حقونو د نقض، د پټرولو مصنوعي کمښت او زياتېدونکې ناامنۍ پر ضد احتجاجي مظاهره ترسره شوه. د غونډې مشري د ګوند ضلعي سيکرټري حاجي داراخان جوګېزي وکړه. ويناوالو وويل چې په پښتني سيمو کې به د ولسي حقونو د غصب او غير قانوني الاټمنټونو پر ضد مبارزه دوام لري. دوی د ګرانۍ، بې روزګارۍ، نشه يي توکو د زياتېدو او امنيتي ستونزو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او غوښتنه يې وکړه چې د عدالت پرېکړو ته دې درناوی وشي، د سيمه ييزو قبيلو حقونه دې خوندي شي او د طبيعي زېرمو له عوايدو څخه دې ځايي خلکو ته هم برخه ورکړل شي. مشرانو خبرداری ورکړ چې که ولسي ستونزې حل نه شي، نو د احتجاج لړۍ به نوره هم پراخه شي.